کابل / د سلواغې ۷ مه / باختر
په دایکنډي کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې پرون د یو فلانکوچ موټرد چپه کېدو په پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ په پېښه کې د درېو ښځو په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي. روغتیاپالانو د شپږو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
ن/ر