ټولنه

په دایکنډي کې زرګونه کورنۍ مرسته ترلاسه کوي

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د ۶۱ میلیونو افغانیو په لکښت په دایکنډي کې پر ۵۰۰۰ کورنيو اوړه او نغدې پېسې وېشل کېږي.
د دایکنډي له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس اسدالله سروري د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د (کوار) موسسه د (ډبلیو.اف.پي) سازمان په مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز او شهرستان ولسوالۍ کې د ۶۱ میلیونو افغانیو په لګښت پر هرې کورنۍ دوه بورۍ ٥٠ کیلويي اوړه او درې زره افغانۍ وېشي.
هغه زیاته کړه چې په وروستي پړاو کې هم پر دغو کورنیو نغدي مرستې او اوړه وېشي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته