خبرونهټولنه

په دایکنډي کې سلګونو کورنیو نغدې مرستې ترلاسه کړې

کابل / د وري ۸ مه / باختر

د آر. سي. ډي.سي.  او د او. اچ. ډبلیو. موسسې په میرامور ولسوالۍ کې پر۴۶۵ کورنیو او په شهرستان ولسوالۍ کې پر۵۲۸ کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.

د دایکنډي له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس قاري عزیزالله جهاد مل  باخترآژانس ته وویل چې په مرسته کې پرهرې کورنۍ په دوو پړاوونو کې یو ځل ۲۶۰ ډالر او په دوهم ځل ۱۸۰ ډالر ووېشل شول.

جهاد مل زیاته کړه چې دغه کورنۍ مخکې د سیمې د شورا، سپین ږیرو او د جوماتونو د ملا امامانو په همکارۍ سروې شوې وې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته