خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې پر بیوزلوکسانو ۲۰زرنج موټرسایکلونه ووېشل شول

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د ابرار خیریه موسسه د مهاجرینو په چاروکې د ملګروملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ په دایکنډي کې له اړو کورنیو سره د ۲۰ زرنج ډوله موټرسایکلونو مرسته وکړه.
په دایکنډی کې د ابرارموسسې مسوول نثاراحمد عدیل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه موټرسایکلونو په واسطې سره اړو کورنیو ته د کارزمینه برابرېږي او هغوی کولای شي له دې لارې د خپل ژوندانه لګښټ تامین کړي.
له بله پلوه د دایکنډي ولایت سرپرست نور خلیل دغه مرستې ګټورې وبللې او له خیریه موسسو او بنسټونو یې وغوښتل چې د دایکنډی له خلکو سره مرسته وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته