خبرونهټولنه

په دایکنډي کې په یوه ترافیکي پېښه کې۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل / د کب ۹ مه / باختر

په دایکنډي کې نن په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳ نورټپیان شوي دي.

د دایکنډي د ترافیکو یو مسوول باخترآژانس ته وویل چې یو تونس موټرد دایکنډي په مرکزغدارسیمه کې له واټ څخه ووت او کندې ته ولوېده چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو او ۳ ښځې ټپیانې شوې.

د دایکنډي د ولایتي روغتون رییس حامد نظیم د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.

د دایکنډي د ترافیکو مسوول، د موټرچلوونکو بې احتیاطي، د سړک خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښولامل بولي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته