ټولنه

په دایکنډي کې یو واټ جوړېږي

کابل / د زمري ۱۷ / باختر
په دایکنډي کې د یو واټ د جوړولوکارپیل شوی دی.
دغه واټ د څه ناڅه ۱۲ کیلومتروپه اوږدوالی او د ۸ متروپه سور د رباط بازار د میرامورولسوالۍ د اسپیلانوله کلي سره نښلوي.
دغه واټ چې له غره څخه تېرېږي د تګ را تګ دوه لارې به ولري.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې ټاکل شوې ده دغه واټ ترشپږومیاشتو پورې به د مسافرینواو د سوداګریزو کاروانونو د تګ را تګ پرمخ پرانیستل شي.
د دغه واټ جوړېدل بازارونوته د خلکوپه تګ را تګ او د کرنیزومحصولاتوپه لېږدولو کې آسانتیاووې برابروي او دغه راز د سوداګریزو کاروانونوته د تګ را تګ زمینه برابروي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته