کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
پوليسو نن په خوست، ميدان وردګو او لوګر کې د یولړ تروريستي پيښو مخه ونيوله.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو ځواکونه بريالي شول چې د خوست په فارم بڼ سيمه کې له چاودېدونکو توکو ډک د يو موټرسايکل، د ميدان ښار په عمومي واټ کې د دوو درندو ګوليو او د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د دوو ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنو مخه ونيسي.
پاى \ ذ
17 د یوې دقیقې څخه لږ