ټولنه

په دولتي ادارو کې شل تنه کارکوونکې ښځې او نجونې به په هالند کې په يوه لنډمهاله روزنيزه دوره کې ګډون وکړي.

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١  :
په دولتي ادارو کې   شل تنه کارکوونکې ښځې او نجونې به  چې د آزادې سيالۍ له لارې انتخابې شوې وې   دښځو لپاره  داروپا داتحاديې  دروزنيز پروګرام له  خوا دهالند هېواد ته واستولې شي.
دمخه ښيې په هغه پروګرام کې  چې په همدې موخه د جمهوري رياست دارګ په دلکشاه  ماڼۍ  کې جوړ شوى و ، لومړۍ ميرمنې رولابي بي ګل غني ،  دانګلستان سفيرې ميرمن کرن پيرس ، داروپا داتحاديې  استازي  ستيفن هارپر، په کابل کې دهالند دسفارت مرستيال سيزو او په مالي چارو کې دجمهور رئيس سلاکار اجمل احمدي ګډون کړى و، ميرمن بي بي ګل غني ددغې روزنيزې دورې شاملانو ته په خطاب کې   په خپلو خبرو کې وويل :
  تاسو داداري مهارتونو  دزده کړې فرصت ترلاسه کړى دى  په توپيري سترګو سره ورته وګورئ  اوله دغه فرصت څخه دهېواد دبدلون او پرمختګ په لاره کې  زياته استفاده وکړئ .
په همدې حال کې ددغې روزنيزې دورې يوې برخه والې  دهېواد ښځو ته برابرې شوې آسانتياوې مهمې وبللې اوپه دولتي ادارو کې   کارکوونکو ښځو او نجونو ته يې  په بيلابيلو برخو کې  دهغې دپراختيا غوښتنه وکړه.
دانګلستان او هالند دهېوادونو او داروپا داتحاديې استازو  چې په دې پروګرام کې يې  ګډون درلود دافغانستان ددولتي ادارو دښځينه کارکوونکو دظرفيتونو دانکشاف په برخه کې دښځو لپاره داروپا داتحاديې پروګرام مهم وباله .
دوى وويل : نن ورځ  موږ ددغه پروګرام دعملي  ګامونو شاهدان يو چې ددولتي ادارو  هغه ښځينه کارکوونکې  چې په دې روزنيز پروګرام کې ګډون کوي په نوې   کتنې سره خپلې ټولنې ته  دخدمت جوګه شي .
دغه کارکوونکې به په يوه لس ورځنۍ  روزنيزه دوره کې  چې دهالند هېواد دعامې ادارې  په  انستيتوت کې جوړيږي ، دعامې ادارې په برخه کې زده کړه وکړي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا