امنیت

په روان کال کې دهېواد په لويديځ کې دعامه نظم دپوليسو له خوا څه ناڅه سل تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .

کابل باختر د تلې لومړي:
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې  څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان دعامه نظم دځواکونو له خوا په لويديځ زون کې ځپل شوي دي .
په لويديځ زون کې دعامه نظم دپوليسو وياند جواد علوي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددوه نوي تنو وسله والو مخالفينو له جملې څخه دوه څلويښت تنه يې په ګډو دندو کې وژل شوي او دوه پنځوس تنه نور ټپيان اويوولس تنه مشکوک کسان له دوى سره دهمکارۍ په ګومان نيول شوي دي .
په دغو عملياتو کې يوه زياته اندازه جنګي وسايل  ، تجهيزات او هغه وسايط چې دطالبانو له خوا په جګړه کې کارول کيدل  له دولسو کلاشينکوفونو ، دريو ماشينګڼو،  او مارکول ،  پنځو تومانچو  دلاسي بمونو دتوغولوله دوو دستګاو او دپيکا دشريد او دکلاشينکوف دشارژورونو او ګوليو په ګډون له يو شمير تجهيزاتو يو دوربين دتومانچې له اتو شارژورونو ،  يوه ثريا ټيلفون ،دوو موبايلونو له دولسو ډول ډول دادسن  سراچه او صرف موټرونو او له څوارلسو موټرسايکلونو سره دامنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې  نهه پنځوس  ماينونه چې ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا دفراه ولايت دفرارود ا دهرات ولايت دادرسکن ، شينډنډ  ، ګلران او دفرسي ولسواليو په سړکونو کې ځاى پرځاى شوي و هم کشف او ددغې لوا دانجنيرۍ  ټيم له خوا  شنډ  کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته