کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
په روزګان او تخار ولایتونو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوي لپاره د مرستو راټولول پيل شول.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه کمپیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په همکارۍ پيل شوی چې راټولې شوې مرستې به تر زلزله ځپلو کورنیو ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر بهرنیو هېوادونو سربېره د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو او بنسټونو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د مرستو راټولول پيل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې په ورستۍ زلزله کې ۲۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
س.صدیقي