خبرونهامنیت

په روزګان او میدان وردګو کې په چاودنو کې یو ماشوم مړ شوی او څلور نورټپيان شوي

کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

په روزګان او میدان وردګو کې ځايي چارواکي وايي چې د پخوانیو ناچاوده توکو په چاودنو کې یو ماشوم مړ شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د روزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند آغا ولي وايي چې د مرکز ترینکوټ په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو ناچاوده توکو په چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شوي، د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې د میدان وردګو د عامې روغتیا مسوولین وایي، چې د دغه ولایت، د سید آباد ولسوالۍ د شنیز د لوړې په کلي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یوه ۷ کلنه نجلۍ وژل شوې او یو ۹ کلن ورور یې سخت ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې ناچاودي توکي لا هم له افغانانو ژوند اخلي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د ناچادو توکو ډکو سیمو پاکول یې لومړیتوب دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته