خبرونهښوونه او روزنه

په روزګان له ۶ مدرسو څخه ۷۸  تنه فارغ شول

کابل، د ثور ۲۴ مه، باختر

د روزګان په چورې ولسوالۍ کې له ۶ دیني مدرسو څخه ۷۸ حافظان او فاضلان فارغ شول او د فضیلت پګړې ورته وتړل شوې.

په فراغت غونډه کې دیني عالمانو له ولسونو غوښتي چي خپل اولادونه د تعلیم په ګاڼه سمبال کړې، چې راتلونکي کې ترې د خېر او ښې ګڼې کسان ترې جوړ او د خپلي خاورې او ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.

هغوی وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اوس د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د دیني زده کړو ترځنګ د عصري زده کړو مرکزونه هم ډېر شوي چې سلګونه ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي.

ځايي چارواکو وویل چې افغان ولسونو کلونه سختۍ ګاللي او سختې قربانۍ یې ورکړي؛ خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول د ترلاسه شوې آزادۍ شکر ادا کړي.

هغوی د کورنیو له مشرانو وغوښتل چې د راتلونکي نسل ښې روزنې ته دوام ورکړي او د تعلیم په ګاڼه یې سمبال کړي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته