خبرونهټولنه

په روزګان کې اړمنو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

په روزګان کې سلګونو اړمنوکورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې.

دغه کورنۍ په دې وروستیو کې په هېواد کې د وزګارتیا او د اقتصادي بحران او په  طبیعي پېښو کې زیانمنې شوې دي.

د افغانستان پراختیايي بنسټ د روزګان له پېښو سره د مبارزې ادارې په همغږۍ دا ځلي پر۳۰۰ کورنیو مرسته ووېشله چې پر هرې کورنۍ ۱۲۶۰۰ افغاني نغدې پیسې وېشل شوې دي.

د روزګان له پېښو سره د مبارزې رییس ملا عبدالله خالد باخترآژانس ته وویل چې هڅه کوي د مرستندویو بنسټونو په مرسته بېوزلو کورنیو ته مرستې راټولې کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته