خبرونهامنیت

په روزګان کې د دریو تنو د وژنې په تور ۱۵ تنه نیول شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

پوليس وايي، دغه کسان د شخصي دښمنۍ له امله لومړی تښتول شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.

د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه درې تنه درې ورځې مخکې د چار چينو ولسوالۍ  له مربوطاتو تښتول شوي او امنيتي ځواکونو پرون د هغوى مړي موندلي دي.

د روزګان د امنيې قوماندانۍ وياند قاري قريشي باختر آژانس ته وويل، چې د دغو دريو تنو د وژنې په تړاو ١٥ تنه نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې ياده پيښه په چارچينو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو د خپلمنځي دښمنيو زېږنده ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته