امنیت

په روزګان کې د زور واکو د نیولو عملیات روان دي

ترینکوټ باختر د زمري ۸ مه
د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د زور
واکو او غیر مسوولو وسله والو پرضد عملیات بریالي روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې  پولیسو تېره ورځ ناوخته
د عتیق الله په نوم یو زورواکی د ۸ میله سپکو اودرنو وسلوسره یوځاى ونېوه
او د قانون منګلوته يې وسپاره.
د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي باختراژانس ته وویل چې دغه زورواکی د روزګان ـ قندهار ترمنځ د لویې لارې پرسر د یوې امنیتي پوستې قوماندان دی چې پرته له مقاومت څخه یې پوسته وسله والوطالبانو ته خوشې کړ او غوښتل یې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تیښته وکړي خو د پولیسو له  لورې  ونیول شو.
احمدزی زیاتوي چې په دغه ولایت کې د زورواکو اوغیر مسوولو وسله
والو پرضد عملیات روان دي اوهیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې له
قانون څخه سرغړونه وکړي.
له  دې سره د ترینکوټ ښار اوسیدونکې وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله امنیتي وضیعت ښه شوی دی.
محمد معروف احمدزي دغه راز خبر ورکوي چې د زور واکانو ترڅنګ يې د نشه یي
توکو د پېر او پلور د مرکزونو د له منځ وړلو په موخه هم عملیات پیل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملیاتو پرمهال تراوسه پورې په ترینکوټ ښارکې زیات
شمېر مرکزونه له منځ وړل شوي اوپه تړاو یې ۱۰ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
له بلې خوا د پولیسو له لوري د نشه یي توکو د پیر اوپلور په تور د نیول شویو له
ډلې څخه یوشمېرکسان پرځان لګیدلي تورنه نه مني او وايي چې بې ګناه نیول شوي
دي.
د یادونې وړده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ترینکوټ ښار کې دنشه یي توکو د پیر اوپلور د له منځ وړلو په موخه عملیات ترسره کېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته