امنیت

اووه تنه پاکستاني طالبان په افغانستان کې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
اووه تنه پاکستاني طالبان نن د افغانستان په ختيځ کې د نښتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان کله يې چې د ډيورنډ له کرښې له اخوا څخه د نورستان ولايت دکامديش په ولسوالۍ کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو په پوستې بريد وکړ؛ د افغان پوځيانو د ډزو په بهيرکې ووژل شول.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې٧ تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
دسرحدي پوليسو ديوه خبرځاى دڅرګندونو له مخې: طالبان دپاکستاني پوځيانو د سترګو په وړاندې له کرښې را اوړي او د کرښې دې خوا د افغان ځواکونو په پوستو بريدونه کوي. خو دغه پوځيان هيڅ غبرګون نه ښيي.
د نورستان ولايت چې د ډيورنډکرښې ته څېرمه پروت دى؛ تل د وسله والوطالبانو په ګډون د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته