خبرونهامنیت

په روزګان کې د نویو نښتو له امله ٣٦ طالبان ووژل شول

ترینکوټ / دلیندۍ/۱۲/ باختر
روزګان په تیرو ٢٤ ساعتو کې د پوځیانو او د طالبانو ډلې پورې اړوند یرغلګرو تر منځ د درندو نښتو ډګر وو.
دغه نښتې له هغه وروسته ونښتې چې د طالبانو ډلې د دغه جنوبي ولایت مرکز ترینکوټ او د دهراوود او چار چینو په ولسوالیو کې د پوځیانو پر څو پوستو بریدونه وکړل .
د وړاندې شویو ارقامو له مخې په دغو نښتو کې ٣٦ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نوريې ټپیان شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د طالبانو د دغو بریدونو په بهیر کې هوایی قوتونو په یرغلګرو برید وکړ.
هغه تایید کړه چې په دغو نښتو کې د طالبانو د ډلې ٣٦ غړي ووژل شول او په لسګونو نوريې ټپیان شول.
د هوایی قوتونو په بریدونو کې، د طالبانو څلور زیرمې له ټولو جنګي تجهیزاتو سره له منځه لاړلې.
طالبانوتر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، پوځیانو د ٨ ماینونو په کشفولو سره په روزګان کې د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته