خبرونهورزش

په روزګان کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د حوزې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د ۸ لوبډلو تر منځ د (شخړو بدلول په سوله) تر عنوان لاندې سیالۍ د حوزې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د باختر آژنس د خبر له مخې، د پيل شویو سیالیو ورستۍ لوبه د حوزې او مرکزي لوبډلو ترمنځ وه چې حوزې لوبډلې د یو پر وړاندې په دریو سره سیالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د والیبال دغه سیالۍ د دغه ولایت د ورزشي آمریت او والیبال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ د بشري ښیګڼو ملاتړ او پرمختګ موسسې له لورې د UNDP په مالي لګښت د ۸ الف لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

د روزګان د ورزش آمر قدرت الله الفت د پایلوبې په مراسمو کې وویل، چې د والیبال د دغو سیالیو موخه د شخړو بدلول په سوله او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

د نوموړي په خبره، د یادو سیالیو لومړی مقام د حوزې لوبډلې؛ دوهم مقام مرکزي  ب او دریم مقام افغان لوبډلې خپل کړ.

الفت د بشري ښېګڼو ملاتړ او پرمختګ له موسسې څخه د ورزش په برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د یادې موسسې ولایتي مسوول حمید الله مومندزي وویل، چې ورزش ته د ځوانانو تشویقول او د شخړو بدلول په دومداره سوله د دغو سیالیو موخه وه.

په ورته وخت کې لوبغاړو له یادې مؤسسې او ورزشي آمریت څخه مننه وکړه چې د فکري سمون په موخه یې یادې سیالۍ جوړې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې یادې موسسې پر ټولو لوبډلو ورزشي توکي او پر مخکښو لوبډلو جایزې هم ووېشلې.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته