ټولنه

په روزګان کې د ولسي ملاتړ پروګرام پیل شو

ترينکوټ باختر د چنګاښ د میاشتې ۱۸ مه
په روزګان ولایت کې د ولسي ملاتړ پروګرام د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د روزګان والي محمد نذیر خروټي دغه پروګرام یو بنسټیز پروګرام او د دغه ولایت لپاره یې له اقتصادي اړخه ګټور وباله.
خروټي زياته کړه چې له دې وړاندې هم روزګان ته يو شمېر اقتصادي پروژې منظورې شوې خو د خلکو د نه همکارۍ او یا هم د ناامنیو له امله پاتې شوې دي.
د له خلکو څخه هيله وکړه چې د دغه پروګرام په پلي کېدو کې ورسره همکاري وکړي.
د روزګان د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا رېیس انجنیر محمد هاشم وویل چې دغه پروګرام به په لومړي ځل  په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې پیلیږي چې له بریالیتوب وروسته به نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.
د ده په وينا دغه پروګرام به د لویو کلیوالي شوراګانو په مټ تطبیق کیږي چې د هرې شورا لپاره اته ویشت زره امریکايي ډالر بودیجه ځانګړې شوې ده او هر وګړی حق لري چې د دغه پروګرام له پروسې څخه نظارت وکړي.
په روزګان کې د ولسي ملاتړ مسؤل انجنیر داد محمد حقمل هم وویل چې دغه یوه غیر سیاسي او غیر انتفاعي ټولنه ده او اساسي موخه یې په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو برابرول، د اساسي بریښنا تولید، د بیارغونې، کرنې، پوهنې سکتورونو ته وده ورکول او وګړیو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
حقمل زياتوي چې دغه پروګرام یو ولسي پروګرام دی او وسله وال مخالفین باید ددغه پروګرام مخنیوی وه نه کړي څو په ټولو سیمو کې یو ډول تطبیق او خلک ورځني برخمن شي.
د روزګان د ولایتي شورا استازي عبدالکریم خادمزي وویل چې دغه ولایت کې د اوبو یو شمېر بهاند سیندونه شته چې تر اوسه ورڅخه په بنسټیز ډول ګټه نه ده اخیستل شوې.
هغه وویل چې د ولسي ملاتړ پروګرام باید له دغو سیندونو څخه د روزګان لپاره د اساسي بریښنا د تولید او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه ګټه واخلي.
یو تن قومي مخور حاجي رحمت الله بیا له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې د دغه پروګرام په تطبیق کې خنډ و نه ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته