خبرونهاقتصاد

په روزګان کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي

کابل / د غوايي ۵ مه / باختر

د روزګان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د هراود ولسوالۍ په ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون یو مسلکي او فني هیئت هم یادې سیمې ته سفر کړی او سروې یې کړې ده.

د روزګان د کانونو او پټرولیم رییس روح الامین وايي، چې یادې زیرمې د دهرواد ولسوالۍ په ورجان سیمه کې موندل شوې دي.

د سیمې اوسیدونکی شاه ولي وايي چې له تېرو ۷ کالو څخه را په دېخوا ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي. په خبره یې، مخکې هم په یاده سیمه د ګازو یوې زېرمې شتون درلود، چې خلکو به ورڅخه استفاده کوله او اوس هم کوچیان ورڅخه ګټه اخلي.

د روزګان د کانونو او پټرولیم رییس وايي، هڅې یې پيل کړي چې په دغه ولایت کې کانونه او زېرمې په نښه کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روزګان مرکز ترینکوټ جنوب لور ته د باخود په نامه غره کې هم یو ملي شرکت د قیمتي ډبرو په استخراج بوخت دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته