کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) په روزګان کې له ۶ زرو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه.
په روزګان کې د یونیسف ولایتي دفتر مسوول نجیب الله لطیف رسنیو ته وویل، چې د یونیسف دفتر د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار او ولسوالیو کې د لومړي ټولګي پر زده کوونکو قرطاسیې او د ښوونځي بکسونه وېشلي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه دفتر هڅه کوي چې د روزګان په لرو پرتو سیمو کې د زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.
ع