خبرونهامنیت

په روزګان کې مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي

 کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر

روزګان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۴ د توغندي ګولۍ د امنيتې ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

د روزګان مرکز ترینکوټ اړوند سره کلا سېمې کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۴ د توغندي ګولۍ د امنیتۍ ځواکونو لاسته لوېدلې دي.

روزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي باختر آژانس ته وویل، چي د یادوعملیاتو مشرۍ د دغه ولایت امنیه قوماندان ملا عبد الله بشیر خپله کوله چي د ۳۱۴ په شاوخوا کې د ګولیو غټه ډیپو د مرکز ترینکوټ د سرې کلا په سېمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کي د امنېتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

قریشي زیاته کړه چې دغه ګولۍ د یادې سېمي یو اوسېدونکي عیسی محمد په خپل کور کې په غیر قانوني توګه ساتله، چي د اسلامی امارت امنیتې ځواکونو ترلاسه کړې دي.

نوموړي همدا راز ویې ویل، چي امنیه قومندان بشیر د عملیاتو پر مهال یو ځل بیا پر روزګاني ولسونو غږ وکړ چې ټولې هغه اسلحې او نظامي مهمات چې غیر قانوني کور کې يي پټې کړې وې په خپله خوښه دې بیت المال ته وسپاري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته