خبرونهروغتیا

په روزګان کې په کروناويروس د اخته کسانو شمېر زيات شوى دى

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د روزګان د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې په کروناويروس د اخته کسانو شمېر زيات شوى دى.
د روزګان د ساري ناروغيو مسوول ډاکټر سعيد نور آقا سعادت نن باختر آژانس ته وويل چې په وروستيو ورځو کې د کروناويروس مثبت شمېر د څو ورځو مخکې په پرتله دوه برابر شوى دى او د مشکوکو پېښو آزمايښت ښيي چې د تېرې مياشتې په پرتله ٤٠سلنه زيات شوى دى.
هغه وويل چې د کروناويروس د خپرېدو له وخته تراوسه په روزګان کې د کروناويروس ٩٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته