خبرونهټولنه

په روزګان کې یتمیو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل ، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر

د روزګان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې ۲۰۰ یتیمو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

د ارزګان د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست سیمیز مسؤل حاجی ملا عبدالله خالد باختر اژانس ته وویل، چې یاده مرسته ۴۰۰ پارسله اوړه چې پر هرې کورنۍ ۲ پارسله ووېشل شول.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یاد ریاست له لوري د دهراود او شهید حساس ولسوالیکو کې ۲۱۰۰ پارسله اوړه پر ۱۰۵۰ اړمنو کورنیو وېشل شوي وو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته