کابل، د چنګاښ ۲۶مه، باختر
د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې یو کس د انسان تښتونکو له منګولو خلاص او خپلی کورنۍ ته وسپارل شو.
د روزګان د دهراود ولسوالۍ د کمکوچ په کلي کې تیره ورځ فتح خان په نوم یو کس هغه مهال د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو چی د سېمي خلکو د یاد کس په اړه امنيتې ځواکونو ته خبر ورکړ.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي باختر آژانس ته وویل چی د دهراود ولسوالۍ د کمکوچ په کلي کې تېره ورځ یو تن د یادې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لخوا د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو چې د تښتونې په تور یې ۴ تنه نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان اوس مهال تر پوښتونو او ګروېږونو لاندې دي چې ورسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
صدیقي