خبرونهامنیتټولنه

په روزګان کې ۶۶ زندانيان له محبس څخه ازاد شول

کابل ، د چنګاښ ۱۳مه، باختر
روزګان مرکز ترینکوټ کې له عمومي محبس څخه ۶۶ بندیان د عالیقدر امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پر اساس آزاد شول.
ځايي چارواکي وايي چې د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس د زندانیانو دوسيې وڅېړل شوې او له څېړنې وروسته ۶۶ بندیان آزاد شول.
د روزګان امنيه قومندان له خوشې شويو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د جرم تر سره کېدو څخه په کلکه ډډه وکړي.
په ورته وخت کي د روزګان د مرکزي زندان زندانیانو د اسلامي امارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې خوښي دي چې اسلامي مارت یې په خپل وخت سره د دوسیو څېړنې ته رسیدګي کوي.
صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته