خبرونهټولنه

په زابل کې بې وزلو  کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل ، د غبرګولی ۱۱ مه ، باختر

زابل کې  د ودان مؤسسې په همکارۍ پر ۱۲۰ بې وزلو کورنیو نغده مرسته ووېشل شوه.

باختر آژانس د خبر له مخي یاده مرسته د یونسیار موسیسې په مالي ملاتړ او د ودان موسیسې په همکاري چې سروې یې  مخکې شوې وه نن په داسي حال کې توزیع شوه چې د اقتصاد ریس مولوي عزت الله حاجی امیر، د کډوالو آمر مولوي حمدالله صمیم او د یادو موسیسو مسؤلینو حضور درلود.

د مسؤلینو په خبره دوی د دې لپاره  نظارت کوي ترڅو  شفافیت رامنځته شي، نو پردې اساس یې  د ودان موسیسې د نوي کمپیوټري ټکنالوجۍ Global Distribution  tools  پر مټ  دغه مرسته (١٢٠) کورنیو ته توزیع کړه چې هرې کورنې ته (٤٢٠) امریکایي ډالر ورکړل شول.

په ورته وخت کې د دې ولایت د اقتصاد ریس مولوي عزت الله حاجی امیر د ودان موسیسې څخه د مننې ترڅنګ د نورو داسي مرستو غوښتنه وکړه.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته