امنیت

په زابل کې درېو پولیسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د زابل په مرکز قلات ښار کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه پر پولیسو ماین چاودنه کړې ده چې له امله یې یو پولیس شهید شوی او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
د زابل د امنیت آمر عبدالناصر ناصر وايي چې پولیسو ته یاده مرګ ژوبله د دوو ماینونو د شنډولو پر مهال اوښتې ده.
د ناصر د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته