روغتیا

په زابل کې دیارلس ټنه تېرتاریخ درمل وسوځول شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د زابل د عامې روغتیا د څارنې ټیم د دغه ولایت په مرکز قلات کې د درملو له شرکتونو او درملتونونو څخه ۱۳ ټنه تېرتاریخ درمل راټول کړل او نن یې وسوځول.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر لعل محمد توخي چې دغه درمل یې پرون په قلات ښار کې د درملو له شرکتونو او درملتونونو څخه راټول کړي وو چې نن وسوځول شول.
هغه د درملو د شرکتونو پر مشرانو غږ وکړ چې افغانستان بې کفیته توکي راوارد نه کړي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته