کابل ، د چنګاښ ۱۱ مه ،باختر
په زابل کې د اوبو رسولو ۲ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د يونیسیف موسسې په مالي ملاتړ او د HRDA موسسې په تخنیکي همکارۍ په مرکز کلات سپینې غبرګې او شاجوی ولسوالۍ چینو سېمه کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر باختر آژانس ته وویل، چې یادې پروژې د مرکز کلات په سپينه غبرګه او د شاجوی په چینو سیمو په کلنیکونو کې نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ٢ کاري میاشتو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
صدیقي