خبرونهټولنه

په زابل کې د بریښنایي تذکرو د وېش لړې په چټکۍ روانه ده

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د زابل د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلامی امارت له راتګ وروسته په دغه ولایت کې ۱۵۵۰۰ بریښنایي تذکرې وېشل شوې دي.

د یاد ریاست رئیس مولوي ګل محمد احمدي له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د اسلامی امارت له راتګ وروسته په دغه ولایت کې ۱۵ زره ۵۰۰ بریښنایي تذکرې وېشل شوې چې له لارې یې شپږ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.

احمدي وایي، د لرو پرتو ولسوالیو لکه دایچوپان او نوبهار ولسوالیو کې به هم د کاغذي تذکرو څانګې فعالې کړي. نوموړی وایي د زابل د نفوسو شمېرنه ډېره پخوا شوې چې د هغې شمېرنې له مخې د زابل نفوس نږدې ۴۰۰ زره اټکل شوي وو؛ خو اوس د زابل  نفوس تر میلیون هم اوښتي دي، نو پر دې اساس یې له مرکز څخه غوښتنه کړې چې نوې سرشمېرنه وکړي، ځکه هر ولایت ته تخصیص یا نور امکانات د نفوس پر اساس ورکول کېږي چې اوس یاد ولایت ته امکانات کم ورکول کېږي، خو نفوس یې د تېر په پرتله څو چنده زیاته شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت اوسېدونکي د یاد ریاست له خدماتو څخه خوښ دي او وایي چې کارونه یې پر وخت خلاصېږي.

دوه تنه زابلیان وايي، چې د تذکرو کارونه یې په وخت خلاص شوي او له نورو زابلیانو یي هم غوښتنه وکړه چي بریښنایي تذکرې جوړې کړي، ځکه په دې سره کولای شي چې  خپل مشکلات په اسانۍ سره حل کړي او تر څنګ یې برېښنايي تذکرې د فساد په مخنېوي کې هم مهم رول لري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته