خبرونهفرهنګښوونه او روزنه

په زابل کې د بولان له تاریخي سمڅې څخه د کندهار محصلیونو لیدنه وکړه

کابل ، د غبرګولی ۱۹ مه ، باختر

د کندهار پوهنتون لسګونو  محصلینو د يوه علمي او څیړنیز سفر په ترڅ کې د زابل بولان تاریخي سمڅې څخه لیدنه وکړه.

باختر آژانس د خبر له مخي، یاده لیدنه  د کندهار پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د تاریخ څانګې د محصلینو او استادانو له لوري تر سره شوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، کفیل شریف الله ویاړ او د ریاست کارمندانو د زابل د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو د موئسسې رئیس روح الله مشال د دې پوهنتون استادانو او یو شمېر ځوانانو یې ملتیا کوله.

د لیدنې پر مهال د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو له لوري د دغې تاریخي سمڅې په اړه محصلینو، ځوانانو او تللو سیلانیانو ته مالومات ورکړل شول، په خبره یې دا تاریخي سمڅه په زرګونو کاله تاریخي قدامت لري، چې لاندې ځانګړی طبعي جوړښت او ښکلا يې بیل کیف لري، خو د تېرو نظامونو د نه پاملرنې له امله یې د ورتګ لاره زیاته خرابه شوې ده او مخکې یې هيڅ سیلانیان نه لرل، دوی وویل په دې اړه یې د وزارت مقام سره موضوع شریکه کړې ده.

محصلینو د پوهنتون استادانو او ځوانانو وویل چې دا یوه لویه سمڅه ده، شاید زیات تاریخي قدامت ولري، په خبره يې دوی دې سمڅې ته کښته شول، خو په یاده سمڅه کې څوک بې له برېښنا او امکاناتو مخته نشي تللی او د دې احتمال هم شته چې ورک شي او یا له بل څه سره مخامخ شي، خو دا کار بیا دولت کولاي شي چې پلټنه وکړي او لاره یې جوړه کړي.

دوی وویل: یادې سمڅې ته ورغلی سړک تر ډېره جوړ دی چې هر څوک کولای شي، تر هغه ځایه بې له کومې ستونزې ورسېږي خو چې سمڅې ته کښته شوې لاره جوړه او په سمڅه کې لاندې ځای برابر شي، نو په دې سره به خلګو ته د سیاحت زمینه چمتو شوې وي، په دې سربیره به ملي عواید هم لوړ شوي وي او د سیمې خلګو ته به دایمي د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ولایت کې ډاډمن امنیت راغلی دی، چې له امله یې ټولو سیاحتي سیمو ته هر څوک کولاي شي په ډاډمن زړه ولاړ شي او ور څخه لیدنه وکړي چې له دغو سیاحتي سیمو څخه يوه هم د بولان تاریخي سمڅه ده چې په دې ورځو کې يې زیات سیلانیان پیدا کړي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته