خبرونهټولنه

په زابل کې د سېلاوونو د را وتلو له امله لارې بندې شوې دي

– کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر

د زابل په یو شمېر سیمو کې د سېلاوونو راوتلو له امله  ځينې لارې د خلکو پرمخ تړل شوي او سلګونه کورنۍ نه شي کولاى له خپلو کورونو څخه ووځي.

شملزو ولسوالي د زابل یوه له سیلاو ځپلو سیمو څخه ده، په دې ولسوالۍ کې سېلاوونو لسګونه کورونه وېجاړ کړي او ځينو کليو ته غځيدلې لارې يې تړلې ده.

د سيمې يو تن اوسيدونکۍ حسين شاه چې په وروستيو سيلاونو کې يې خپل کور له لاسه ورکړى باختر آژانس ته وويل، چې نه پوهيږي په تش لاس څه وکړي.

نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د شاوخوا کورونو او سړکونو د اوبو د ایستلو لپاره د ژغورنې ډلې او لوی ماشینونه سيمي ته واستوي.

د زابل ولايت د شملزو ولسوال مولوي حسين باختر آژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د سيلاوونو د را وتلو له امله څه نا څه ٢٠ کورونه په بشپړه توګه وېجاړ شوي دي.

ده وويل، چې د شملزو ولسوالۍ يوه ليرې او غرنۍ سيمه ده او د سيلاوونو له امله د بند پاتي کسانو د ژغورلو هڅې يې ستونزمنې دي.

هغه وويل، دوى هڅه کوي، چې د ژغورونکو ډلو او لويو ماشينونو په لېږلو سره له سېلاو ځپلو سره مرسته وکړي.

په زابل کې د تېرو دریو ورځو د سختو بارانونو په پایله کې خلکو ته زيات زیانونه اووښتي دي.

دغو بارانونو د سېلاوونو د را وتلو له امله ګڼ شمېر مرګ ژوبله اړولې، خو کره شمېره يې نه ده څرګنده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته