امنیت

په زابل کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه

قلات باختر د زمري ٢۹ مه
د زابل د مرکز قلات په اکاخېلو سيمه کې نن د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.
ځايي چارواکي وايي چې په چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې چاودنه پر سراچه موټر شوې چې پکې يو ملک وګړى وژل شوى او يو بل سخت ټپي شوى دى.
په ورته وخت کې د زابل د ولايتي روغتون مسوولين وايي چې ټپي هم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړه.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته