کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
په زابل کې د یوې کورنۍ د غړو ترمنځ په شخړه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه شخړه پرون ناوخته په شهر صفا ولسوالۍ کې د ميراثي ځمکې د وېش پر سر هغه وخت رامنځته شوه چې د کورنۍ خبرې په تاوتريخوالي واوښتې.
د زابل د امنیې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په دې جګړه کې ۲ تنه ووژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل، چې پوليسو د دغې کورنۍ ۳ نور غړي نيولي دي.
ع