خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ټیټه شوې ده

کابل ، غبرګولی ۱۱ مه ، باختر

زابلیان وایي که د ځمکې څخه د بې ضرورته اوبو د اېستلو مخه و نه نیول شي په راتلوونکو کلنو کې به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د دې ولایت يو تن اوسېدونکی رحیم الله وایي د کور د اوبو څاه یې وچه شوې او پنځه دقیقې  اوبه نه ورکوي چې علت یې وچکالي، د لمریز سیستم په وسیله د ځمکې څخه د اوبو راکښل او په دې ولایت کې د اوبو د بندونو نشتوالی بولي.

محمد عثمان وایي اول خو په دې برخه کې له سره بېخي کار نه دی شوی، وچکالي هم ده، بل خوا خلک په ډېرې بې پروايي اوبه استعمالوي که یې څاه وچه شي نوره ځمکه پسې ژوروي چې دا به په راتلونکي کې ستره ستونزه وي، په خبره یې خلک باید اوبه کمې د ضرورت په اندازه استعمال کړي او د خپلو باغونو د اوبو کولو په موخه دې کوښښ وکړي چې د روانو اوبو څخه استفاده وکړي.

دوی د اسلامي امارت  او د ترنک سیندیزې حوزې له ریاست څخه غوښتنه کوي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو د ذخیره کولو بندونه جوړ او تر څنګ یې د هغو خلګو مخه ونیسي چې بې ضرورته ژورې څاه ګانې وهي.

یادې ستونزې او د خلګو تشویشونه د باختر اژانس سمیز خبریال سره د دې ولایت د سیندیزې حوزې  رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې شریک کړل، ښاغلي ذوالفقار وویل چې د مرکز لپاره یو لوی بند د تورې په نوم جوړېږي چې کارونه یې (٥٠) فیصده شاه وخوا مخته تللي دي، اوس یې موضوع د وزارت سره شریکه شوې چې په لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شي، تر څنګ يې په مرکز کې دوه چک بندونه هم لري چې یوه اندازه کارونه یې شوي او پاتي نور کارونه به يې ډیر ژر شروع او په جوړېدو سره به يې په مرکز کې تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

په خبره یې پلان لري چې په میزانه کې د مکرک، په ارغنداب کې بایزیدخېلو، دایچوپان کې د لړزاب اومنګوس دوه بندونه، خاک افغان کې خرني بند چې په جوړیدو سره ټول زابل ګټه ترې اخیستی شي او کارونه به يې پر وخت شروع شي، تر څنګ یې په خاک افغان ولسوالۍ کې دوه نور د باقي او سربند بندونه، په شاجوی کې بختو، زرګیران او د شاجوی عمومي سربند، په نوبهار ولسوالي کې د لیونو تنګي بند، همدارنګه په شملزو، سیوري کې هم د ځینو چک بندونو او سربندونو پلان لرو او  پر مټ یې خلګو ته ډاډ ورکولی شو چې په جوړیدو سره به یې د دوی په کاریزو او څاه ګانو کې اوبه پیدا او ورسره به د اوبو سطحه لوړه شي.

ذوالفقار هم د ځمکو له خاوندانو څخه غواړي چې د ضرورت پر اساس اوبه استفاده کړي او د کاریزونو سره خو بېخي نژدې ژورې برمې ونه وهي ځکه که داسې وچکالي وي څو کاله وروسته به د څښاک اوبه په ډېرې سختۍ پیدا کړو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته