خبرونهټولنه

په زابل کې د یوې ترافیکي پېښي له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۴- کابل ، د غبرګولی ۲۹ مه ، باختر
د زابل په نورک سیمه کې پرون مازدیګر د یوې ترافیکي پیښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د ترافیکو یو مسوول باختر آژانس ته وویل، چي یاده پېښه پرون مازدیګر د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چي ۱۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي وویل، چي په یاده پېښه کې ۵ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یادې پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته