خبرونهامنیت

په زابل کې د یو موټر د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل ، د غبرګولی ۲۱ مه ، باختر

زابل د دوهمې پلې خیبر لوا مسوولین وایي، چي د شملزو ولسوالۍ د شاخان پمپ په سیمه کې يې دوه قاچاق کوونکې له یو موټر سره نیولي دي.

د زابل د دوهمې پلې خیبر لوا د مطبوعاتو مسؤل معصوم زابلي باختر آژانس ته وویل، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې سرحدي لواء اړوند د دریم کنډک د کشف او استخباراتو آمریت د راپور پر اساس د شملزو ولسوالۍ د شاخان پمپ شاته پر یوه

منډه یي  چاپه ووهل شوه چې په نتیجه کې یې دوه تنه قاچاق کوونکي له  یوه عراده  تور رنګه  موټر سره ونیول شول.

په خبره یې، دغو قاچاق کوونکو غوښتل چې دغه موټر پاکستان ته قاچاق کړي، خو امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه او قاچاق کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپارل.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته