– کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
په زابل کې د اوبو رسونې د پنځو شبکو په جوړولو سره زرو کورنیو، د لومړي ځل لپاره د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی پیدا کړی دی.
د اوبو رسولو دغه شبکې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمیشنرۍ په لګښت د زابل د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لارې جوړې شوې دي.
د زابل د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر باختر آژانس ته وویل چې د دغو شبکو په جوړولو سره په قلات ښار کې زرو کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړ.
د سیمې خلک د دغو شبکو د جوړولو له امله خوښ دي او وايي چې کلونه کلونه د ناپاکو اوبو څخه د استفادې په دلیل ناروغان کېدل.
ع