خبرونهټولنه

په زابل کې سخت اورښت: پوځیان له واټ څخه د اوبو د پاکولو لپاره هلې ځلې کوي

٣٧- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
په داسي حال کې چې په زابل کې اورښت دغه راز دوام لري ، د ملي اردو پوځیان هلې ځلې کوي له واټونو څخه د اوبو په ټولولو سره د ترافیکو بهیراو د ښاریانو تګ راتګ عادي کړي.
اوس د سخت اورښت په دلیل د قلات ځینې برخې او د شاه جوی ولسوالۍ اوبو لاندې کړي .
د اوبو راټولېدل په کلیو او په ځانګړې توکه په واټونو کې د دې سبب شوی دی چې د ترافیکو بهیر او خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په لسګونو پوځیان له خپلو وسایلو او وسایطو سره څو واټونه د اوبو راټولو شویو څخه پاک کړي او دغه راز په لسګونو ښاریان چې په اوبو کې بند پاتې وو وژغورل .
هغه وویل چې پوځیان دغه راز د قلات ښار د واټونو او د شاه جوی ولسوالۍ څخه د اوبو د لری کولو لپاره هلې ځلې کوي .
زابلیان د پوځیانو د واټونود پاکولو او د ترافیکو پرمخ د واټونو د خلاصولو له اقدام څځه هر کلی وکړ.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته