خبرونهروغتیا

په زابل کې غیر قانوني درملتونونه وتړل شول

 کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې نن يې  په مرکز کلات کې ۲۰ غیر قانوني درملتونونه وتړل.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي باختر آژانس ته وویل، چې په زابل کې له ۴۰ درملتونو پرته زیاتره جوازونه نه لري چې پر دې اساس یې د وزارت او ولایت مقام په هدایت (۲۰) هغه درملتونونه وتړل، چې جوازونه یې نه لرل.

نوموړي د درملتونونو له خاوندانو څخه غوښتنه وکړه چې جوازونه جوړ او پر خلکو درمل په مناسب قیمت وپلوري.

په ورته وخت کې زابلیان د عامې روغتیا ریاست له دې کړنې څخه خوښي څرګندوي او وایي چې د غیر معیاري درملتونونو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، چې د درملتونونو خاوندان درمل په زیاته لوړه بیه پلوري، ترڅنګ يې خلکو ته تر وخت تیر درمل هم ورکوي؛ نو اړینه ده چې عامې روغتیا ریاست یې مخه ونیسي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته