کابل ، د چنګاښ، ۴ مه، باختر
په زابل کې د سعد ابن معاذ (رض) له عسکري او فکري معسکر څخه شاوخوا ۵۰ تنه مجاهدين د ځانکړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
يادو سرتېرو ته عسکري تدريبات، فکري او عقيدوي روزنه، د ښاري نظم او امنيت اړوند کافي معلومات، د ثقيله او خفيفه وسلو مسلکي ښوونه او د نظامي وسایلو او وسایطو د حرفوي استعمال زده کړه ورکړل شوې ده.
د سعد ابن معاذ (رض) د معسکر استادان باختر آژانس ته وویل، چې د دوی لخوا روزل شوي سرتېري به د هېواد په ساتنه، د امنيت په ټينګولو او د امن ضد ډلو له منځه وړلو کې مهم رول ادا کړي.
همدارنګه د سعد ابن معاذ (رض) د نظامي معسکر څخه فارغو شویو سرتېرو نن پوځي مانور، د عسکري وړتيا نمايش، د ثقيله او خفيفه وسلو انداخت هم تر سره کړل.
صدیقي