خبرونهورزش

په زابل کې ورزش ته پاملرنه ډېره شوې

په زابل کې د المپيک ادارې مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له راتګ سره په دغه ولایت کې ورزش ته پاملرنه ډېره شوې ده.

د دغه ولايت د المپيک آمر احمد غلامي وايي چې چارې یې چټکې شوې او ورزش کاران یې د نورو ولايتونو له ورزشکارانو سره سیالۍ تر سره کوي چې لومړۍ لوبه يې د قندهار ورزشکارانو سره د ووشو په برخه کې په زابل کې  تر سره کړې چې لومړى مقام یې خپل کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې دوهمه سیالي یې په کندز کې د ( پري فايټ ) ترسره کړې چې دوو تنو په کې بریا خپله کړې، درېیمه سیالي یې په خوست کې په کیک بوکس کې ترسره کړې چې دوو تنو یې په کې بریا خپله کړې، په وینا یې اوسمهال په غزني کې د کیک بوکس سیالۍ لري او هیله لري چې ورزشکاران به یې ښه وځلېږي.

غلامي وايي چې د المپيک دروازې د ټولو ورزشکارانو پر مخ خلاصې دي، زياتوي  د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې له امله د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې ورزش ته پاملرنه ډېره شوې او د ورزشکارانو وړتیا هم لوړه شوې ده.

په خبره يې په پلان کې لري چې د ولسواليو ورزشکارانو ته هم پاملرنه زیاته کړي او د دوی حقوق تر دوی ورسوي. هغه له اړوند ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د ورزشکارانو لپاره معیاري لوبغالي جوړ کړي.

په همدې حال کې د پري فايټ استاد قدرت الله رحيمي وايي چې د دغه ولايت ورزشکاران د ښه استعداد خاوندان دي چې ښې بېلګې يي د قندهار، کندز او خوست ولايتونو څخه په لوړ توپير د لوبو ګټل دي.

يو تن ورزشکار رحمت الله وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره دلته زيات پر مختګ شوی، هر ورځ سيالې تر سره کېږي، ځوانان ورزش ته تشويق کېږي؛ خو يوازینۍ ستونزه یې د ځينو لوبو لپاره د معیاري لوبغالو نشتون دی.

هغه له مسوولينو غواړي چې زابل کې د فوتبال  لپاره يو معياري لوبغالی جوړ کړي چې ځوانان د نشه يي توکو پر ځای ورزش ته تشويق شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته