خبرونهټولنه

په زابل کې پر اړمنو کورنیو مرسته وېشل کېږي

 کابل ، د غبرګولی ۲۲ مه ، باختر

د زابل مسئولین وایي چې په مرکز کلات کې به له ۳۲۶۵ اړمنو کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د (GKRO) مؤسسې په تخنکي همکارۍ مرسته ووېشل شي.

په زابل کې د خوړو نړیوال سازمان مسوول ډاکټر عبدالجمیل باختر آژانس ته وویل چې مخکې له دې یې د ۶ میاشتني پروګرام په ترڅ کې ۵۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته کړې وه، چې په دې مرسته کې غوړي، اوړه، دال د ماشومانو د تغذیې مواد او نور اړین توکي شامل وو. اوس غواړي چې پر ۳۲۶۵ اړمنو کورنیو د (GKRO) مؤسسې په مالي ملاتړ څلور میاشتنی پروګرام پلي کړي.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د خوړو نړیوال سازمان له ولایتي استازي څخه مننه وکړه چې د تېرو څو میاشتو په جریان کې یې د زابل په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې له زرګونو بې وزله کورنیو سره بشري مرستې تر سره کړې دي او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې په نوي پروګرام کې دې په لومړي ځل ټولې هغه اړمنې سيمې په نظر کې ونيول شي چې د تېرو پروګرامونو څخه بې برخې شوې وي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته