خبرونهروغتیا

په زابل کې پر ۱۰ زرو کورنیو روغتیايي کېټونه وېشل کېږي

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د زابل د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۱۰ زرو کورنیو روغتیايي کېټونه وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، چې تازه یې په مرکز کلات او یو شمېر ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په همکارۍ ۱۰ زره کورنیو لپاره روغتیايې کېټونو چمتو کړي، چې د وېشلو لړۍ یې له شاه جوۍ ولسوالۍ څخه پیل شوې ده.

نوموړي زیاتوي، چې په دغه ولایت کې کولرا ته په ورته ناروغۍ باندې شا وخوا ۱۵۰۰ کسان اخته شوي، چې د ټولو درملنه شوې او هېڅوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتیا د رئیس په خبره؛ د روغتیا ساتنې د کېټونو ترڅنګ په شاه جوی، سیوري او مرکز کلات کې زرګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو زمینه هم برابره شوې.

په ورته وخت کې د دغه ولایت اوسیدونکي د عامې روغتیا ریاست له فعالیتونو څخه خوشحال دي او وايي، د ناروغۍ پر مهال روغتیايي ټیمونو سیمې ته رسیدګۍ کړې او د نورو روغتیایي توکو د مرستې ترڅنګ یې  د ناروغانو درملنه هم کړې ده.

د یادونې وړده، چې د روغتیایي کیټونو د مرستې وېش لړۍ په دغه ولایت کې په داسې حال پیلیږي، چې څو ورځې وړاندې په مرکز کلات او پنځو ولسوالیو کې نهه کلنیکونه او ګرځنده ټیمونه هم فعاله شول.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته