امنیت

په زابل کې په يومسافر وړونکي بس چاودنه کې ١٤ تنه ووژل شول

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
په زابل کې د ماين په چاودنه کې ١٤تنه مسافران ووژل شول او ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه مسافران په يوبس موټر کې د کابل قندهار په لويه لاره کې روان و ، چې پرې چاودنه وشوه.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ ماين په شهر صفاولسوالۍ کې واټ ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او د مسافرانو د سپرلۍ موټر د تېريدو په وخت کې له لرې واټن څخه وچول شو.
د زابل يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٤ تنه مسافران ووژل شول او ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
ټپيان د درملنې لپاره د زابل مرکزي روغتون ته ولېږدول شول او ډاکتران د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللې دى .
د دغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته