خبرونهښوونه او روزنه

په زابل کې  ښوونځیو ته د کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

زابل مرکز او ولسوالیو په ګډون ټولو دولتي ښوونځيو ته کتابونه وېشل کېږي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، یاده لړۍ نن د پوهنې ریاست تر چتر لاندې او د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ په داسې حال کې پیل شوه، چې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې اداري مرستیال، تدریسي مرستیال، د یونیسف استازو، د ښوونځیو آمرینو او زده کوونکو حضور درلود.

په پیل کې د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د يونیسف څخه په مننې وویل، چې د یونیسف همکارې موسسې په مالي لګښت (١٨٩٠٠٠) کتابونه له کابل څخه زابل ته انتقال شوي، چې ټولو ولسوالیو ته به د یادې موسسې په مالي لګښت انتقال او توزیع شي.

د مراسمو پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د کتاب او تعلیم پر ارزښت خبرې وکړې او د یونیسف څخه یې مننه وکړه چې زموږ د تعلیمي بهیر سره دا ډول مرستې تر سره کوي.

د  بهیر په خبره انسان چې په نورو مخلوقاتو بهتري لري، د همدې کتاب او تعلیم وجه ده چې په اوس عصر کې  تعلیم او کتاب ته افغانان حیاتي ضرورت لري او د افغانانو لپاره  د پر مختګ لاره همدا کتاب او تعلیم دی، دا په داسي حال کې ده، چې مخکې ښوونځیو کې د کتابونو کمښت ستونزه وه چې په دې به یاده ستونزه حل شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته