خبرونهروغتیا

په زابل کې کولرا ناروغي خپره شوې ده

 کابل ، د غبرګولی ۲۲ مه ، باختر

د زابل د عامې روغتیا مسؤلین وایي چې په  سیوري او شهرصفا ولسوالیو کې په کولرا ناروغۍ  یو شمېر خلک او ماشومان اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي باختر اژنس ته وویل، چې د سیوري داوېګر سیمه کې ۲۰ تنه او د شهرصفا سمندر په سیمه کې ۱۳ تنه لویان، ماشومان د استفراق او اسهال په ناروغۍ اخته شوي، چې روغتیایي ټیمونه په بېړه د پيښې ساحې  ته رسېدلي یو شمېر ناروغان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي او د یو شمېر نورو تداوي په ساحه کې د صحي ټیمونو له لوري روانه ده.

په خبره یې د مریضانو سمپلونه یې اخیستي، ترڅو یې مرکز ته د معایناتو په موخه ولېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د سیوري، شهرصفا، ارغنداب او د شاجوی ولسوالۍ په شیخال کلي کې هم یاده ناروغي خپره شوې وه چې یو شمېر ماشومان او خلک ورباندې اخته شوي وو چې د صحي ټیمونو د رسېدو سره سمه دغه ناروغي کنټرول شوې وه.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته