کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر
د زابل په مرکز قلات کې پرون د” قلات بابا “عصري دارلعلوم پرانیستل شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د دارالعلوم يو تن استاد مولوي مفتي محمد نبي صبير وويل: ((د دغه دارلعلوم پرانيستل يو نيک اقدام دى او د زابل ولايت هلکان او نجونې کولاى شي په ښه توګه په هغه کې زده کړې وکړي.
هغه وويل، چې دغه دارلعلوم به د پوهنې رياست تر څارنې لاندې فعاليت کوي.
\ ذ