Uncategorized

په زابل کې یو پولیس یوموټرچلوونکي وواژه

کابل / د وري ۱۴ / باختر
دغه پېښه پرون د زابل په نورک ساحه د کابل – قندهارپه لویه لاره کې را منځته شوه.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، د باروړونکي موټرچلوونکی د امنیتي ځواکونود پلټنې له پوستې څخه د تېرېدو په وخت د پولیسو دغه سرتېري ته له بډې ورکولوڅخه ډډه وکړه چې د دغه پولیس له لوري ووژل شو.
د باروړونکی موټرچلوونکی شاه زمان د کابل – قندهارپه لویه لاره کې د دغې پېښې شاهد و، وايي چې دغه پوځي پرته له دې چې ویره ولري دغه چلوونکی وواژه.
د زابل یوې امنیتي سرچینې له باخترآژانس سره په اړیکه کې دغه پېښه تاییده کړه او ويې ویل چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
تراوسه روښانه نه ده چې دغه پوځي د چلوونکي د وژنې په خاطر نیول شوی دی او که نه .
دا په داسې حال کې دی چې تل د تجارتي کالیو د باروړونکي موټرونوچلوونکي د هېواد په لویولاروکې د امنیتي ځواکونو او طالبانوله بډې اخیستنې څخه شکایت لري .
د کورنیو چاور وزارت تل ویلي دي چې د هغو پوځیانو په لټه کې دي چې له چلوونکوڅخه په غیرقانوني توګه پیسې اخلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته